روسیې د اوکراین ګڼ شمیر تجهیزات وران کړي دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت وویل په دونتسک سیمه کښې په یوې حملې کښې یې د اوکراین دوه سوه ټنه پوځي تجهیزات او مهمات تباه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت وویل چې په دونتسک سیمه کښې په کراماتورسک ښار کښې د اورګاډي په یوه مرکز کښې د اوکراین د عسکرو په مرکز باندې یې په حملې کښې د اوکراین د وسله والو ځواکونو دوه سوه ټنه پوځي تجهیزات او مهمات تباه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت وویل د ماسکو ځواکونو په دونتسک سیمه کښې د باخموت ښار په لویدیځ کښې څلور سیمې په خپل کنټرول کښې اخیستي دي.
د باخموت جنګ له میاشتو میاشتو راهسې دوام لري او د دغه سیمې نیول به په اتو میاشتو کښې د روسیې لپاره تر ټولو مهم بریالیتوب وي.
روسیه وايي دغه بریالیتوب د اوکراین په ختیځ کښې په دونباس سیمه کښې د نورو سیمو د نیولو لپاره لاره پرانیزي.
امریکا او لویدیځ هیوادونه اوس هم اوکراین ته ډول ډول وسلې ، تجهیزات او ترهګر استوي چې د اوکراین جنګ نور اوږد کړي او روسیه کمزوري کړي.