روسیې د اوکراین ګڼ شمیر تجهیزات وران کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132138-روسیې_د_اوکراین_ګڼ_شمیر_تجهیزات_وران_کړي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت وویل په دونتسک سیمه کښې په یوې حملې کښې یې د اوکراین دوه سوه ټنه پوځي تجهیزات او مهمات تباه کړي دي.
(last modified 2023-04-30T20:23:10+00:00 )
May 01, 2023 00:39 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین ګڼ شمیر تجهیزات وران کړي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت وویل په دونتسک سیمه کښې په یوې حملې کښې یې د اوکراین دوه سوه ټنه پوځي تجهیزات او مهمات تباه کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت وویل چې په دونتسک سیمه کښې په کراماتورسک ښار کښې د اورګاډي په یوه مرکز کښې د اوکراین د عسکرو په مرکز باندې یې په حملې کښې د اوکراین د وسله والو ځواکونو دوه سوه ټنه پوځي تجهیزات او مهمات تباه کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت وویل د ماسکو ځواکونو په دونتسک سیمه کښې د باخموت ښار په لویدیځ کښې څلور سیمې په خپل کنټرول کښې اخیستي دي.

د باخموت جنګ  له میاشتو میاشتو راهسې دوام لري او د دغه سیمې نیول به په اتو میاشتو کښې د روسیې لپاره تر ټولو مهم بریالیتوب وي.

روسیه وايي دغه بریالیتوب د اوکراین په ختیځ کښې په دونباس سیمه کښې د نورو سیمو د نیولو لپاره لاره پرانیزي.

امریکا او لویدیځ هیوادونه اوس هم اوکراین ته ډول ډول وسلې ، تجهیزات او ترهګر استوي چې د اوکراین جنګ نور اوږد کړي او روسیه کمزوري کړي.