May 01, 2023 15:43 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي غونډه په دوحه کې پیل شوه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي غونډه د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شوه چې په کې د ۲۵ هېوادونو استازې برخه لري.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي غونډه په دوحه کې پیل شوه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي غونډه د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شوه چې په کې د ۲۵ هېوادونو استازې برخه لري.

ملګرو ملتونو ویلي وو چې دغه غونډه به د تړلو دروازو تر شاه ترسره شي او موخه یې په افغانستان کې د تروریزم او نشه یي توکو قاچاق د مخنیوي، د حکومتوالۍ په برخه کې د نړیوالو د همکارۍ پیاوړي کول، د ښځو او نجونو حقوق ورکړه او بشري حقونو ته پاملرنې په اړه بحث کول دي.

دغه غونډه چې نن پیل شوه، سبا به هم دوام وکړي، خو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نده ورکړل شوې.

د سپوتنیک په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د قطر په دوحه کې د افغانستان لپاره د څو هېوادونو له ځانګړ, استاز, سره دوه ورځنۍ ناستې او خبرې اترې پیل کړې دي.

د دغه راپور له مخې، د سلا مشورو یوه موضوع د طالبانو له حکومت سره چې دا مهال په افغانستان کې د موقت حکومت مشري کوي، د خبرو لپاره د یوې نړیوالې تګلارې د غوره کولو هڅه ده.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم په دغو خبرو کې د افغانستان په اړه د مسکو دریځ وړاندې کوي.

 

ټیګونه