د هندوستان په الوتکه کښې لړم وموندل شو
May 09, 2023 09:31 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په یوې الوتکې کښې یو لړم کشف شو او د الوت په وخت یې یوه ښځه وچیچله.
د میرمنې معالجه وشوه او اوس د هغې ژوند له خطر څخه بهر دی.
د هندوستان رسنیو وویل چې دغه پیښه د ایر اینډیا(Air India) په یوې الوتکې کښې چې له ناګپور څخه ممبۍ ته روانه وه رامینځته شوي وه.
په هوايي ډګر باندې د میرمنې له کوزیدا وروسته معاینه وشوه او په روغتون کښې له معالجې وروسته کور ته واستول شوه.
د الوتکې په کامل ډول له لټون وروسته دغه لړم پیدا شو.
له دې مخکې د هندوستان په ایراینډیا هوايي شرکت الوتکو کښې د مارانو ، د موږکانو او د مرغانو د کشفیدا پیښې رامینځته شوي دي.
ټیګونه