چین له میرمنو سره د طالبانو په کړچار نیوکه وکړه
ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس راپور راکړی چین پرون د افغانستان د طالبانو په حکومت غږ وکړ د ټولنیز ژوند او د زده کړې له حق څخه د میرمنو له محرومولو لاس واخلي او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې لا پریکنده کړچار غوره کړي.
د چین د خارجه وزارت د ویاند وانګ ونبین دغه څرګندونې د افغانستان د پاکستان او د چین په ګډون سره له یوې غونډې وروسته مطرح شوې داسې غونډه چې د تاجرانو د ملاتړ کولو او د سرحدي کړکیچونو د کمولو په هدف سره وشوه.
وانګ ونبین وویل نړیواله ټولنه اوس هم د افغانستان د موقته حکومت په اندیښنه لري او زیاتې هیلې لري او دغه هیله هم لري چې افغانستان د خارجي او د داخلي محتاطانه او د انډواله سیاستونو په اجرا کښې ډیر پرمختګ ترلاسه کړي او د ماشومانو او د ښځو د حقوقو او د ګټو دفاع وکړي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې له پریکنده تفکر غوره کړي داسې کړچار زیاتې ښې نتیجې رامینځته شي.