د هندوستان او د اروپایي اتحادیې تر مینځ غونډه ناکامه شوې
May 17, 2023 13:15 Asia/Kabul
د هندوستان او د اروپایي اتحادیې تر مینځ غونډه په روسیې باندې د لګېدلې بندیزونو په مساله کې د اختلافاتو د امله ناکامه شوې ده.
هندوستان سره د اروپایي اتحادیې د مشرانو د غونډې لومړي برخه چي د سوداګریو او ټکنالوژیو په موضوع سره، جوړه شوې وه روسیې سره د هندوستان د سوداګریزو اړیکو د امله ګډوډه شوه.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر «سوبرانیام جایشنکار»، خبریالانو سره په مرکه کې هغه نیوکې چي ګواکې هندوستان روسیې سره، د بندیزونو په شنډولو کې مرسته کوي، بې ځایه وبللې.
له دې مخکې د اروپایي اتحادیې سیاسي مشر جوزپ بورل ویلي وه چي هغو هیوادونو ته باید سزا ورکول شي چي له روسیې څخه تېل رانیسي.
هندوستان د روسیې د تېلو لوی ګاک بلل کیږي.
ټیګونه