د نایجریا میرمنې سل ساعته ډوډۍ پخه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133062-د_نایجریا_میرمنې_سل_ساعته_ډوډۍ_پخه_کړي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د نایجریا یوې ښځې سل ساعته په پرله پسې ډول د ډوډۍ په پخولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.
(last modified 2023-05-18T06:12:43+00:00 )
May 18, 2023 10:38 Asia/Kabul
  • د نایجریا میرمنې سل ساعته ډوډۍ پخه کړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د نایجریا یوې ښځې سل ساعته په پرله پسې ډول د ډوډۍ په پخولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.

ځینې خلک ډوډۍ پخول ډیر خوښوي او مینه ورسره لري خو پرله پسې څلورو ورځو او څلورو ساعتونو لپاره یعني پرله پسې سل ساعته د ډوډۍ پخول یو لیونتوب کیدلای شي.

د افریقا د نایجریا هیواد یوې میرمنې هلډا باسي د پرله پسې سلو ساعتونو لپاره او له شپه ورځې ستړي کیدا پرته ډوډۍ پخه کړه.

هلډا باسي وویل ما داسې څه کول غوښتل چې په ټوله دنیا کښې خلک ما نه  بلکې زما هیواد نایجریا وپیژندي.