د نایجریا میرمنې سل ساعته ډوډۍ پخه کړي ده
May 18, 2023 10:38 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د نایجریا یوې ښځې سل ساعته په پرله پسې ډول د ډوډۍ په پخولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.
ځینې خلک ډوډۍ پخول ډیر خوښوي او مینه ورسره لري خو پرله پسې څلورو ورځو او څلورو ساعتونو لپاره یعني پرله پسې سل ساعته د ډوډۍ پخول یو لیونتوب کیدلای شي.
د افریقا د نایجریا هیواد یوې میرمنې هلډا باسي د پرله پسې سلو ساعتونو لپاره او له شپه ورځې ستړي کیدا پرته ډوډۍ پخه کړه.
هلډا باسي وویل ما داسې څه کول غوښتل چې په ټوله دنیا کښې خلک ما نه بلکې زما هیواد نایجریا وپیژندي.
ټیګونه