د اروپا امنیت  دناټو د پراختیاله لارې ناممکن دی
(last modified Fri, 19 May 2023 02:04:54 GMT )
May 19, 2023 06:34 Asia/Kabul
  • د اروپا امنیت  دناټو د پراختیاله لارې ناممکن دی

د روسیې او اوکراین جنګ د ۲۰۲۲کال په فرورۍ کې پيل شوی  او تر دې دمه  لویدیځي هیوادونو په تیره بیا امرکیا  داوکراین په ماډرن وسلو او تجهیزاتو په سنبالولو سره  دغه جنګ لاپسې اوږد کړی  او د روسیې په ضد ئې ډير زیات بندیزونه هم لګولي دي.

تاس خبری آژانس راپور ورکړی، د چین د خارجه وزارت ویندوي وانګ ون بین  پرون ناوخته  له ناټو سره د اوکراین دبالقوه  یوځاي کیدا په اړه د امریکا د پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر دڅرګندونو په غبرګون کې  ووئیل،دپوځی بلاکونو د پیاوړتی او پراختیا له لارې،د سیمه ایز امنیت تضمینول غیر ممکن دي  او د  یوه هیواد امنیت باید دنورو هیوادونو د امنیت  په بیّه تضمین نشي .

د چین دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړه ،بیجینګ تمه لري ،  د اوکراین په جنګ کې ښکیل درست لوري یوه تل پاتې، جامع او ګډ امنیتی مفهوم ته پابنده ووسي ، دغه شان امنیت د ټولو لورو او ګوندونو د روا امنیتی ګټو ته داحترام په اساس  دخبرواترو اومشورو له لارې لاسته راوړلی شي.