ایران او وینزویلا سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پیاوړتیا ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133196-ایران_او_وینزویلا_سوداګریزو_او_اقتصادي_اړیکو_ته_پیاوړتیا_ورکوي
د ایران او وینزویلا د بهرنیو چارو وزیرانو په سوداګریزو، اقتصادي همکاریو او د اړیکو د لا پراختیا په اړه خبري کړي.
(last modified 2023-05-21T20:28:23+00:00 )
May 22, 2023 00:57 Asia/Kabul
  • ایران او وینزویلا سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پیاوړتیا ورکوي

د ایران او وینزویلا د بهرنیو چارو وزیرانو په سوداګریزو، اقتصادي همکاریو او د اړیکو د لا پراختیا په اړه خبري کړي.

ایران او وینزویلا سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پیاوړتیا ورکوي

د ایران او وینزویلا د بهرنیو چارو وزیرانو په سوداګریزو، اقتصادي همکاریو او د اړیکو د لا پراختیا په اړه خبري کړي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان خیل سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر دوام او پياوړتیا ټلیفوني خبري کړي دي.

په دې خبرو کې دواړو خواوو هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به د همکارۍ د پراختيا او پياوړتيا لپاره جدي او رغنده ګامونه پورته کړي او د دواړو هېوادونو د ښې همغږۍ له مخې به د سوداګریزې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.

د ایران او وینزویلا اړیکې له سلو کلونو څخه زیات تاریخ لري

دوی دواړو هېوادونو په ۱۹۶۰ لسیزه کې د تېلو په برخه کې همکارۍ ته وده ورکړه او په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامي انقلاب له بریا وروسته وینزویلا یو له لومړنیو هېوادونو څخه و چې د ایران نوی حکومت یې په رسمیت وپېژانده.

اوس مهال دواړه هېوادونه د امريکا تر يو اړخيز بنديزونو لاندې دي او د څو اړخيزتوب د دفاع، د امريکا له غيرقانوني او يو اړخيزو اقداماتو سره د مقابلې اړتيا، د سوله ييزو موخو لپاره د ايران د اټومي انرژۍ د کارولو حق او د فلسطین د خلکو د حقوقو د پېژندنې په اړه یو نظر لري.