د فرانسې په جنوب کې د مکرون پر ضد مظاهرې
په فرانسه کې د تقاعد د اصلاحاتو د قانون پر ضد له مظاهرو وروسته د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکو د فرانسې په جنوب کې د «کانز فلم فیسټیوال» ځای ته نژدې مظاهره وکړه.
په فرانسه کې د تقاعد د اصلاحاتو د قانون پر ضد له مظاهرو وروسته د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکو د فرانسې په جنوب کې د «کانز فلم فیسټیوال» ځای ته نژدې مظاهره وکړه.
فرانسه په وروستیو میاشتو کې د ایمانویل مکرون د حکومت د تقاعد د اصلاحاتو د قانون له کبله په ټول هیواد کې له اعتراضونو او اعتصابونو سره مخامخ ده.
په همدې حال کې په فرانسه کې پراخ اعتصابونه د پولیسو له تاوتریخجنو طریقو سره سوله ییز شوي دي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، په لسګونو مظاهره چیان د یکشنبې په ورځ په کانز کې د ایمانویل مکرون د حکومت د تقاعد د اصلاحاتو د قانون پر ضد راټول شول.
دا مظاهرې د فیستیوال له اصلي ودانۍ څخه لیرې وې.
د کانز د فلمونو ۷۵م فستیوال د می په ۱۷ نیټه پیل شوی او د می تر ۲۸ پورې به دوام وکړي.
د یادونې وړده چې د تېرې جمعې په ورځ هم د کارلټن هوټل مخې ته روغتیایي کارکوونکي د تقاعد د اصلاحاتو قانون په اړه لاریون ترسره کړ.