دغه سپی هرکال لس لکه ډالره عاید لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د سوشل میډیا انفلونسرز(Social Media Influencers) یعني د ټولنیزو رسندویو د نفوذ لرونکو کسانو عاید داسې موضوع ده چې د اینټرنیټ کارونکي یې په هکله ډيرې خبرې او بحثونه کوي.
اکثره ځوانان سوشل انفلونسرز جوړیږي ځکه چې داسې فکر کوي له دغه کار څخه دوې ته زیات عاید په لاس ورځي.
خارجي رسنیو ویلي دي چې د «ټکر» (Tucker)په نوم یو نسلي سپی شته چې هر کال لس لکه ډالر عاید ترلاسه کوي.
د ټیکر په نوم سپی په اینسټاګرام اینټرنیټ باندې یو اکاونټ لري چیرې چې له تیرو دوو کلونو راهسې هغه ته اشتهارونه ملاویږي.
د ټیکر سپي مالک «کورټني بدزین»( Courtney Budzyn) وايي چې په یوټیوب اینټرنیټ پاڼې باندې د دیرشو دقیقو په یوه پوسټ او ویډیو باندې دې له څلویښتو زرو څخه تر شپیتو زرو پورې ډالر ترلاسه کوي.
هغه وویل زه په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې له دریو څخه تر اتو پورې د قیصو او پوسټو په شریکولو سره شل زره ډالره ګټم.
د دوه زره اتلسم میلادي کال په جون میاشت کښې هغه وخت چې ټکر سپی د اوو اونیو و ښاغلي کورټني بدزین د هغه اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼه جوړه کړي وه او یوه میاشت وروسته یې ویډیو خپره شوي وه او په یوازې شپږو میاشتو کښې د فالورز یعني د مینه والو شمیر شپیتو زرو ته ورزیات شوی و.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی ټکر سپی په ټیک ټاک اینټرنیټ پاڼې باندې یولس میلیونه ، په یوټیوب اینټرنیټ پاڼې باندې پینځه میلیونه یولک ، په فیسبوک اینټرنیټ پاڼې باندې څلور میلیونه درې لکه او په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې درې میلیونه څلور لکه فالورز یعني مینه وال لري.