د خوب د ښه کیدا لپاره کوم شیان اړین دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133602-د_خوب_د_ښه_کیدا_لپاره_کوم_شیان_اړین_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی که چیرې څوک د خوب د خرابیدا له ستونزې سره مخامخ وي نو د کارپيژاندو او د ډاکټرانو لخوا ځینې په ګوته کړې شوي میوې او خواړه دغه مسله حل کولای شي.
(last modified 2023-05-29T03:48:54+00:00 )
May 29, 2023 08:13 Asia/Kabul
  • د خوب د ښه کیدا لپاره کوم شیان اړین دي؟

زمونږ خبریال راپور راکړی که چیرې څوک د خوب د خرابیدا له ستونزې سره مخامخ وي نو د کارپيژاندو او د ډاکټرانو لخوا ځینې په ګوته کړې شوي میوې او خواړه دغه مسله حل کولای شي.

کارپیژاندو او ډاکټرانو وویل ځینې میوې او نور خوراکي شیان  داسې دي چې د ارامه خوب په  کولو کښې مرسته کولای شي.

په دغو خواړو او میوو کښې پنیر، ګلاس یعني چیري ،  کم شوګر لرونکي غلې، کیلې، بادام او میګنیشیم او له اومیګاتهري څخه ډک شیان شامل دي.

د خواړو د چارو کارپيژاندي وايي چې د انسان د څښاک او د خواړو عادتونه د هغه په خوب یعني ویده کیدا باندې زیات اغیزونه لري.

د انسان د خوب وخت او د هغه معیار زمونږ په خوراک باندې ولاړ دی ځکه خو د ښه خوب کولو لپاره مونږ باید په خپلو خواړو کښې له احتیاط څخه کار واخلو.

په بره ذکر شویو میوو او د خوراک په شیانو کښې داسې شیان شته چې د ښه او له ارام څخه د ډک خوب د لرلو لپاره ضروري دي.

مونږ باید پنیر، ګلاس، کم خوږوالي لرونکي غلې، کیلې ، بادام او میګنیشیم  او اومیګاتهري څخه ډک شیان د خپل د هرې ورځې د خواړو برخه وګرځوو.