د امریکا ښاریز په ۲۵۰۰ محصیلینو ډالر وویشل
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه میلیارډر سړي د پوهنتون د محصیلینو د فارغ التحصیلې په دستورو کښې په دوه زره پینځه سوه محصیلینو باندې دومره ډالر وویشتل چې یو مثال یې قائم کړ.
د امریکا د ماساچوسټ ایالت د بوسټن پوهنتون فارغ التحصیله محصیلین هغه وخت حیرانه شول چې په مراسمو کښې یوه میلیارډر سړي رابرټ هیل» وویل چې زه هر محصیل ته زر(۱۰۰۰) ډالر ورکوم او هغه په دوه نیمو زرو محصیلینو باندې ډالر وویشل.
رابرټ هیل په دوه زره پینځه سوو محصیلینو باندې په لفافو او پاکټونو کښې دغه ډالر وویشل.
هغه هر محصیل ته په دوو لفافو کښې دغه ډالر ورکړل او په هرې لفافې کښې پینځه سوه ، پینځه سوه ډالر وو.
په یوه پاکټ کښې پینځه سوه ډالر د محصیل د شخصي استعمال لپاره و او په بلې لفافې کښې موجود پینځه سوه ډالر بل کوم اړمن کس ته د ډالۍ د ورکولو لپاره وو.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا دغه میلیارډر ښاریز په محصیلینو باندې ډالر ویشلي دي.
د امریکا دغه میلیارډر ښاریز رابرټ هیل تیر میلادي کال هم د بوسټن په روکس بیري کمیونیټي کالج کښې په یوسل پنځوسو فارغ التحصیلانو باندې ډالر ویشلي وو او هر یوه محصیل ته یې زر(۱۰۰) ، زر(۱۰۰) ډالر ورکړي وو.
رابرټ هیل د ګرینایټ کمیونیکیشنز مشر دی.