امریکا عراق ته د داعش ډلې د انتقالولو پلان جوړ کړی دی
المعلومه اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ امریکا په سوریې کښې له الهول کیمپ څخه د عراق په موصل کښې الجدعه کیمپ ته د داعش ترهګرې ډلې د کابو دیارلس زره غړیو او کورنیو د انتقالولو پلان جوړ کړی دی.
یوې خبرې سیاسي سرچینې وویل امریکا د عراق په موصل کښې الجدعه کیمپ څخه د سوریې له الهول کیمپ څخه د داعش ترهګرې ډلې د دیارلس زره غړیو او کورنیو د انتقالولو پلان جوړ کړی داسې اقدام چې هدف یې د داعش ترهګرې ډلې د بیا فعالیت د پیلولو لپاره د زمینې برابرول دي.
دغه سیاسي سرچینې وویل په سوریې او عراق کښې د داعش او د امریکا د پوځیانو ملګرتیاوې په ځلونو ثابتې شوي دي او د امریکا ګڼ شمیر سیاستوالانو اعتراف هم کړی دی چې داعش ډله په خپله امریکا جوړه کړي ده.
دغه سیاسي سرچینې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې امریکا نیت لري د روان کال تر پاې پورې د سوریې الهول کیمپ بند کړي وویل دغه اقدام د سوریې د ازادو شویو ولایتونو د ثبات او د امنیت د ګډوډولو او په دغه هیواد کښې د ګډوډۍ د رامینځته کولو لپاره دی.
د امریکا د پخواني ولسمشر جان ایف کینیډي وراره رابرټ ایف کینیډي هم په دې خبرې سره چې واشنګټن د سیاسي بریاو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې په عراق کښې د خپلو عسکرو شتون اوږد کړي وویل عراق له سوریې څخه خپل هیواد ته د داعش ډلې د ټولو کورنیو د ستنولو لپاره د امریکا له پلان سره مخالفت کړی دی.
د عراق د امنیتي مسائیلو کارپيژاند عدنان الکناني هم ایشوا کړه په بغداد کښې د امریکا سفیره الینا رومانوفسکي د هغه پلان مشرۍ پرغاړه لري چې وکولای شي د عراق امنیت او د سیمې ثبات ګډوډ کړي.
هغه وویل د عراق خاورې ته د سوریې له الهول کیمپ څخه د داعش ډلې د کورنیو د انتقالولو لپاره د امریکا د سفیرې هڅه د عراق د امنیت د ګډوډلو لپاره نوی کوشش دی.