د افغانستان شمالي ولایتونه د ترهګرې مرکزونه جوړ شوي
(last modified Sat, 03 Jun 2023 23:21:56 GMT )
Jun 04, 2023 03:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان شمالي ولایتونه د ترهګرې مرکزونه جوړ شوي

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د افغانستان شمالي ولایتونه د ترهګرۍ د روزنې ځایونه وبلل او طالبانو هم د ګاونډیو هیوادونو د اندیښنو د ختمولو لپاره د خبرواترو لپاره چمتو والی اعلان کړ.

واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان ګاونډیو هیوادونو په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ د پراختیا په هکله اندیښنه څرګنده کړي ده.

د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان چې  وړمه ورځ د ازبکستان د ترکمنستان ،د تاجیکستان او د اروپايي اتحادیې او د مرکزي اسیا د هیوادونو د مشرانو په غونډه کښې یې ګډون کړی و یوځل بیا د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د شتون او د ټروریزم په زیاتیدا باندې خپله اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وویل افغانستان په تیره بیا د دغه هیواد شمالي ولایتونه د نړیوالې ترهګرۍ د روزنې په ځایونو بدل شوي دي.

په داسې حال کښې چې طالبان په دایمي ډول د کوکنارو پرځاې د نورو شیانو د کرلو او له نشه ئیزو موادو سره د مبارزې د زیاتولو لپاره د خپلو پلانونو خبره کوي خو د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په دغه غونډې کښې چې د قیرغیزستان هیواد په «چولپون» ښار کښې وشوه ټینګار وکړ افغانستان هماغه راز په دنیا کښې د نشه ئیزو موادو یو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی تر دې چې همدا اوس د طالبانو په حکومت کښې د نشه ئیزو تولید څو برابره زیات شوی دی.

د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تاجیکستان د ولسمشر امامعلي رحمان څرګندونې بې اساسه وبللې.