ملګرو ملتونه د امریکا د ورانونکي رول په هکله غلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133904-ملګرو_ملتونه_د_امریکا_د_ورانونکي_رول_په_هکله_غلي_دي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ډيپلوماټې میرمن «انا یوستیګنیوا» ډاګینه کړه د شمالي کوریا توغندوي ازموینه د ختیځې اسیا په شمال کښې د امریکا د ورانونکي رول نتیجه ده او ملګروملتونو د امریکا په ورانونکي رول سترګې پټې کړي دي.
(last modified 2023-06-04T00:06:56+00:00 )
Jun 04, 2023 04:24 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونه د امریکا د ورانونکي رول په هکله غلي دي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ډيپلوماټې میرمن «انا یوستیګنیوا» ډاګینه کړه د شمالي کوریا توغندوي ازموینه د ختیځې اسیا په شمال کښې د امریکا د ورانونکي رول نتیجه ده او ملګروملتونو د امریکا په ورانونکي رول سترګې پټې کړي دي.

په ملګروملتونو کښې د روسیې د دائمي استازي مرستیالې میرمن انا یوستیګنیوا په اسیا سیمه کښې د امریکا د ورانونکي رول په هکله د ملګروملتونو په انفعال باندې د حیرانتیا په ښودلو سره وویل روسیې تل د کوریا په ټاپو وزمې کښې د حالاتو د هراړخیزه څیړنې او دغه راز په امنیت شورا کښې په هغه باندې د ټولو اغیز شیندونکو عواملو په انډوله ډول د څیړنې غوښتنه کړي ده.

هغې د ملګروملتونو متناقضو کړچارونو ته په اشارې  سره وویل د پیښو د یواړخیزه انځور د وړاندې کولو لپاره هڅه بې ګټې ده.