اروپا د تاجیکستان او د قیرغیزستان ترمینځ شخړه ختموي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د اروپا د شورا مشرچارلز میشل د قیرغیزستان له ولسمشر سادیر جباراف سره په کتنه کښې له تاجیکستان سره د قیرغیزستان د سرحدي مشکلاتو د حل کولو لپاره د اروپايي اتحادیې په چمتووالي ټینګار وکړ.
له پخواني شوروي څخه د جلا شویو هیوادونو د سرحدونو نه معلومیدل د مرکزي اسیا د هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو یو تر ټولو اصلي دلیل دی او تاجیکستان او قیرغیزستان هم له یوبل سره سرحدي اختلافات لري.
په ایسیک کول کښې په «چالپان اته» سیمه کښې د اروپا د شورا د مشر او د مرکزي اسیا د هیوادونو د مشرانو د دوهمې غونډې په څنګ کښې د اروپا د شورا مشر چارلز میشل او د قیرغیزستان ولسمشر سادیر جباراف له یوبل سره کتنه او خبرې وکړې.
د اروپا د شورا او د مرکزي اسیا د هیوادونو د مشرانو د غونډې په څنګ کښې د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان او د قیرغیزستان ولسمشر سادیر جباراف له یوبل سره کتنه وکړه او دوې د دواړو هیوادونو ترمینځ د حکومتي سرحدونو د ټاکلو موضوع ته ځانګړی پام درلود.