روسیې د اوکراین په پوځي هوايي ډګرونو بریدونه وکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په ماسکو باندې د اوکراین وروستیو بې پایلوټه الوتکو حملو ته په ځواب کښې د کي یف په پوځي ډګرونو باندې د روسیې د حملو خبر ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت پرون وویل ماسکو وړمه شپه د اوکراین په پوځي هوايي ډګرونو باندې بریدونه وکړل او هلته موجودو الوتکو او تاسسیساتو ته یې د پام وړ تاوانونه اړولي دي.
دغه وزارت وویل روسیې د اوکراین د پوځي د قومندنۍ په مرکزونو، یوه ریډار او پوځي تجهیزاتو او د وسلو او د مهماتو په یوه ګودام او تاسیساتو باندې حملې کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت دغه راز ټینګار وکړ چې په یوې بلې حملې کښې یې د اوکراین ډنیپروپیټروفکس ښار ته نږدې د کي یف د بې پایلوټه الوتکو د جوړولو یوه کارخانه تباه کړي ده.
دغه راز د کریمه ټاپومې وزمې مشر سرګي اکسیونوف په دغه سیمه کښې د اوکراین د نهو بې پایلوټه الوتکو د نسکوریدا او له کاره د غورځیدا خبر ورکړ.
هغه وویل د کریمه ټاپووزمې هوايي دفاع سیسټم وړمه شپه د اوکراین پینځه بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي او څلورې نورې هم د الکیټرونیک جنګ د سیسټم لخوا مسدودې شوې.