د چین او د روسیې هوايي ګزمې قانوني دي
انترفاکس خبري اژانس راپور راکړی د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې د فاع وزارت ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو هوايي ګزمې د هیڅ هیواد پرضد نه دي او هغه له نړیوالو قوانینو سره سمون لري.
په ټایوان باندې د وسلو د خرڅولو او په ختیځې اسیا سیمې کښې له خپلو متحدانو سره د ډیرو ګډو پوځي مانورو د ترسره کولو په شمول په ختیځې اسیا کښې د امریکا د تاوتریخوالو د رامینځته کولو خوځښتونه او لاسوهنې تل د چین او د شمالي کوریا له نیوکې او مخالفت سره مخامخ دي.
په همدې زمینه کښې د سینګاپور په شانګري ـ لای امنیتي غونډې کښې د روسیې او د چین پرضد د امریکا د جاپان او د جنوبي کوریا د لمسونکو څرګندونو له مطرح کیدا څو ورځې وروسته چین او روسیې د جون د میاشتې له شپږمې نیټې راهسې د ختیځ چین د سمندر او د جاپان د سمندر د پاسه ګډې هوايي ګزمې پیل کړې.
دا له دوه زره نولسم میلادي کال راهسې د ماسکو او د پیکینګ شپږمه ګډه هوايي ګزمه ده چې ترسره کیږي.
جاپان او جنوبي کوریا د روسیې او د چین په ګډې پوځي ګزمې باندې د اندیښنې په ښودلو سره په دغه هوايي ګزمې باندې د څارنې لپاره خپلې جنګي الوتکې سیمې ته واستولې.
د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونبین پرون وویل د روسیې د هوايي ځواکونو او د چین د خلق د ازادي غواړي پوځ ګډې هوايي ګزمې له نړیوالو قوانینو سره سمون خوري او هغه د هیڅ هیواد پرضد نه دي.