د امنیت شورا له خوا په طالبانو لګیدلې تورونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134224-د_امنیت_شورا_له_خوا_په_طالبانو_لګیدلې_تورونه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپل نوي راپور کې د طالبانو پر موقته حکومت ګڼ تورونه لګولي.
(last modified 2023-06-10T21:45:51+00:00 )
Jun 11, 2023 02:14 Asia/Kabul
  • د امنیت شورا له خوا په طالبانو لګیدلې تورونه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپل نوي راپور کې د طالبانو پر موقته حکومت ګڼ تورونه لګولي.

د دوحې تړون خلاف ورزي، د مخالفانو ځپل، قومي او استبدادي سیاست ته مخه کول او د لومړۍ دورې وضعیت ته بیا ستنیدل، د نشه ایزو توکو په کاروبار کې د لوړپوړو طالب مشرانو لاس لرل، له القاعدې او پاکستاني طالبانو سره نزدې اړیکې او ترې ملاتړ، د واک پر سر د کابل مېشتو او کندهار مېشتو طالبانو اختلافات، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او القاعدې ډلو موجودیت او دلته یې د جنګي وړتیاوو لوړیدل د دغو تورونو عمده ټکي دي.

په راپور کې طالبانو ته له دغو تورونو د لیرې کیدو سپارښتنې شوي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دوی پر ضد د مقاومت جبهې په نوم جنګي ډلې یې هرکلی کړی.

د مخکني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرا... صالح بیا ویلي، چې طالبان په بیانیو او سپارښتنو نه بدلیږي او د دوحې تړون لابي کوونکي باید د دغې ډلې پر ملاتړ وشرمیږي.