امیر عبداللهیان له لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران او روسیې خارجه وزیرانو په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستي حالت او هم داشان د روسیې په ځینو سیمو کښې په رامینځته شویو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د روسیې د خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کښې د روسیې د ګاونډي او ملګرو هیوادونو په شمول په ټولو هیوادونو کښې د قانون له حاکمیت څخه د ملاتړ او د هیوادونو په کورنیو چارو کښې په هر ډول بهرنۍ لاسوهنې باندې په نیوکې سره، د روسیې حالات یوه بشپړه کورنۍ موضوع وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې روسیه به له دې پړاوه تیره شي.
سرګئي لاوروف هم د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونو ته په اشارې سره، د دغه هیواد پر ځمکنۍ بشپړتیا د قانون د بشپړه حاکمیت پر اعمالیدو ټینګار وکړ او ویې ویل: روسیه په چټکۍ سره له دې حالته وځي.
د روسیې خارجه وزیر هم داشان د تهران او ماسکو د اړیکو د سویې په لوړې بللو سره، د دوه اړخیزو موافقو پر تعقیبونې ټینګار وکړ.
له بلې خوا د ایران خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم په روسیې کښې روان حالات د دغه هیواد کورنۍ موضوع وبلله او په دغه هیواد کښې یې د قانون له واکمنۍ د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د تیرې جمعې په ماښام د «واګنر» په نامه ډلې قومندان په یوې خبرپاڼې کښې ادعا وکړه چې د روسیې پوځي ځواکونو د دغې ډلې په سنګرونو باندې توغندوي حمله کړې او له امله یې د یادې ډلې ګڼ کسان مړه شوي دي.
خو د روسیې وسله والو ځواکونو او په دغه هیواد کښې نورو حکومتي ارګانونو د پریګوژین ادعا رد کړې ده او ویې ویل چې د واګنر ډلې د مشر یوګني پریګوژین خلاف یوازې د جرم اعلان شوی دی.