بندیز د یوې جنګي وسلې په څير آوزار
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134980-بندیز_د_یوې_جنګي_وسلې_په_څير_آوزار
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې د بشری حقوقو د کمیشن منشي بندیزونه د بشریّت په ضد تر ټولو  ستر جنایت وبالۀ او وې  وئيل،امریکا دغه یو اړخیز بندیزونه د کابو ۲۵ هیوادونو په ضد اعمال کړي دی چې غیر قانوني دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 26, 2023 12:19 Asia/Kabul
  • بندیز د یوې جنګي وسلې په څير آوزار

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې د بشری حقوقو د کمیشن منشي بندیزونه د بشریّت په ضد تر ټولو  ستر جنایت وبالۀ او وې  وئيل،امریکا دغه یو اړخیز بندیزونه د کابو ۲۵ هیوادونو په ضد اعمال کړي دی چې غیر قانوني دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې د بشری حقوقو د کمیشن منشي کاظم غریب آبادي د چنګاښ د اومې د شهیدانو د درنښت او د امریکائي بشری حقوقو د ایشواکیدا او بیا نظر  داونۍ په موضوع سره په خبري کنفرانس کې ووئيل، د ایران د ولس په ضد د غیرقانوني ظالمانه یو اړخیزو بندیزونو وضع کول، د امریکا یو جنایت دی او امریکا د ایران د ولس په ضد ترټولو پراخ ظالمانه بندیزونه لګولي دي.

په وروستیو لسیزو کې،اقتصادي بندیزونه په نړیوال  ډګر کې پر نورو هیوادونو د دباؤ د اچولو او د قدرتمنو هیوادونو لپاره په یوه مهم آوزار بدل شوي دي، تر دې دمه امریکا،اروپائي اتحادئې او نورو پرمختللو اقتصادي قوتونو،د نورو هیوادونو په ضد په سلګونو ځله اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

دغه بندیزونه لازیات د بشری حقوقود  دودیدا او  او یا د ایټمي وسلو د پراختیا د بندیز په څير پهپلمو سره  وضع کیږي. خو تل  ددغو بندیزونو ترشا سیاسی او فرصت غواړي موخې  دي. د امریکا په بهرني سیاست کې ، د اقتصادي بندیزونو موضوع،د تش په نامه بد چلنده  هیوادونو او ډلوټپلو   د ملګري کولو لپاره د دباؤ یو ترټولو مهم آوزار حسابیږي،د امریکا په ولسمشرانو کې پر دغه آوزار ټينګار  تر دې حده دی چې په نړۍ کې ډيری متفکرانو د امریکا بندیزونه، ددغه هیواد د اقتصادي وسلې په عنوان سره یاد کړي دي . د امریکا یوه پخواني ولسمشر وودو ریلسن  وئیلي وو؛هغه ملت چې بایکاټ شوی دی، د تسلیمیدایا کلابندۍ له خطرې سره مخ دی؛. دا مرګوني او چُپه خوله سوله ایزه اقتصادي چاره اعمال کړئ او پوځي ځواک ته هیڅ ضرورت نشته ::

داپه داسې حال کې دي چې  د بایکاټ شوو هیوادونوپر ولس د بندیزونو بشری ضده آثار نه انکاریدونکي دي ، د اقتصادي وسلو په توګه  بندیزونه، دیوه جنګ په اندازه  ویجاړونکي  اغیزې راولاړولی شي،  په دې باب د امریکا یو څیړاندبو رام کون وائي؛په تیرو وختونو کې هیوادونو هم له پوځي ځواکه او هم  له اقتصادي بندیزونو  څخه د دباؤ د  اړم په توګه استفاده کوله ، بندیزونه بندیز یا بایکاټ، له انساني مرګ ژوبلو  او د عمومی افکارو د حساسیّت له رامینځةکولو پرته ،پر هیواد د پام وړ لګښتونه تپلی شي،نو ځکه  وئیل کیدلی شي چې  دغه   آوزار ، د  جنګ او ارجحیّت  په  نسبت نه ، بلکې  دهدف هیواد په چلند کې دبدلون د رامینځةکولو لپاره دی.

د ایران اسلامی جمهوریت  د  اسلامی انقلاب له هماغه پیله د امریکا له بندیزونو سره مخ شوی دی  او په وروستیو کلونو کې دغه یو اړخیز بندیزونه نوره هم زیات شوي دي . داسې چې د هیواد پر تجارت ئې اغیزې شیندلي دي او د ایران د ح کومت ځيني مالی سرچینې ئې حذف یا کنګل  کړي او دا چاره  د بې وځلۍ ،انفلیّشن  او پر  ولس د اقتصادي دباؤنو د زیاتیدا لامل شوې ده. د دغو بندیزونو په اغیزو  کې د خلکو پرسلامیتا د هغو مستقیمې اغیزې دي چې باید  دا د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزي وبلل شي. د ایران د اسلامی جمهوریت  چارواکو او حتی دملګروملتو  کارپيژاندو هم په کرتو په ایران کې د  ناروغانو پشمول د خلکو پر سلامتیا د امریکا د غیر قانوني او یو اړخیزو بندیزونو د  اغیزو په باب خبرداری ورکړي  او  ټينګار ئې کړی دی ، چې  دغه بندیزونه  هره ورځ  په خاصو ناروغیو د ککړو  کسانو  د مړینې سبب کیږي. د ایران د قضایه قوې  د بشری حقوقو  د کمیشن منشي  هم ددې خبرې په کولو سره چې  دنامتو حقوقو پوهو په وینا،بایدبندیزونو ته د جنګي وسلو په  سترګه وکتل شي،ووئيل،  په بندیزونو کې  نه یوازې د له زیات ژوند اخستل کیږی، بلکې په مختلفو حوزو کې ډیر تاوانونه او اړوي.