درست اسلامی امت ته دې نیکمرغه لوي اخترمبارک وي
د نړۍ دمسلمانانو ورځ تربلې زیاتیدونکی وحدت او د اسلامی امت سرلوړي له زیاته پراخه شي اوو درست مسلمان ملتونه د اسلام د پاک دین په ګرانبّیه تعلیماتو په سیوري کې د کمال او عزت لاره کچ کړي او په نړیوالو ډګرونو کې په غوره او ویاړمن انداز سره د د رحمت، مهربانۍ او عدالت د دین دلازیات لوړتیا سببونه برابر کړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د قربانۍ د لوي اختر په مناسبت د اسلامی هیوادونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کې د ایران د حکومت او ملت له خوا مبارکي ووئيله.
د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي پرون ناوخته د اسلامی هیوادونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کې مبارکي ورکړه او هیله ئې وښودله چې د نړۍ دمسلمانانو ورځ تربلې زیاتیدونکی وحدت او د اسلامی امت سرلوړي له زیاته پراخه شي اوو درست مسلمان ملتونه د اسلام د پاک دین په ګرانبّیه تعلیماتو په سیوري کې د کمال او عزت لاره کچ کړي او په نړیوالو ډګرونو کې په غوره او ویاړمن انداز سره د د رحمت، مهربانۍ او عدالت د دین دلازیات لوړتیا سببونه برابر کړي.
د اسلامی ایران ولسمشر په دغو پیغامونو کې روښانه کړه، د قربانۍ اختر الهي اوامرو ته پام او دعبادت ترټولو له خلوضه د ډکې ځلا بیلګه ده او حضرت ابراهیم علیه السلام په دغه ورځ دغه بیلګه نندارې ته وړاندې کړې او په الهي درګاه کې سرلوړی شوی. باید درست مسلمانان په الهي درګاه کې همدغه شان الهي اوامرو ته تسلیم او په دنیا کې د مهربانۍ ،عدالت ، انصاف ورورولۍ او دوستۍ پیغام خور کړي.