د قرآن کریم په سپکاویو باندې سخت غبرګونونه دوام لري
دینی مقدساتو ته سپکاوی او د سپکو مقرراتو او چلندونو اعمالول په ټولو الهي دینونو کې یوه سپيره او ځيږه چاره ده او د زغملو وړ نه ده، دیني ارزښتونه چې له الهي فطرته او د بشریّت نجات بخښوني کدي ،تل باید له سپکاویو او تیریو خوندي باقي پاتې شي.
د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولګې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په آزادۍ کې ددغه هیواد د پولیسو اقدام په کلکه محکوم کړ.
زمونږخبریال راپور راکړ، د اسلامی ویښتیا نړیوالې ټولنې دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سټاکهم کې له یوه جومات سره نزدې د قرآن کریم د سپکاوي کونکي اقدام په محکومیّت سره ، دنړۍ په درستو مسلمانانو په تیره بیا دنړۍ د آزادي غواړو او مسلمانو ملتونو او حکومتونو ، ټولنو ډلو ټپلو ،په درستې دنیا کې په تیره بیا په لویدیځي ه یوادونو کې له مسلمانو اوغیر مسلمانواغیزشیندونکو شخصیّتونو څخه وغوښتل ، دسویډ دحکومت ددغه رټونکي اقدام په مقابل کې دې سخت عکس العمل وښئ .
ددغې اعلامیې په متن کې دغه راز راغلي دي دینی مقدساتو ته سپکاوی او د سپکو مقرراتو او چلندونو اعمالول په ټولو الهي دینونو کې یوه سپيره او ځيږه چاره ده او د زغملو وړ نه ده، دیني ارزښتونه چې له الهي فطرته او د بشریّت نجات بخښوني کدي ،تل باید له سپکاویو او تیریو خوندي باقي پاتې شي.