تبعیض او توکمپالنه، په اروپا کښې یو جدي کړکیچ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135208-تبعیض_او_توکمپالنه_په_اروپا_کښې_یو_جدي_کړکیچ
د توکمپالنې او له تبعیضه د ډکو سیاستو دوام او سختیدل، د اروپا لپاره په یو جدي سیاسي او ټولنیز کړکیچ بدل شوي دي، داشان چې په دې وروستیو میاشتو کښې ډیرو اروپايي ښآریزو د اعتراضي تجمعاتو په ترسره کولو سره، د دغو سیاستونو د ختمیدو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2023-07-02T08:23:15+00:00 )
Jul 02, 2023 12:49 Asia/Kabul
  • تبعیض او توکمپالنه، په اروپا کښې یو جدي کړکیچ

د توکمپالنې او له تبعیضه د ډکو سیاستو دوام او سختیدل، د اروپا لپاره په یو جدي سیاسي او ټولنیز کړکیچ بدل شوي دي، داشان چې په دې وروستیو میاشتو کښې ډیرو اروپايي ښآریزو د اعتراضي تجمعاتو په ترسره کولو سره، د دغو سیاستونو د ختمیدو غوښتنه کړې ده.

د ټولنیزو کړکیچونو زیاتیدل لامل شوي چې اروپايي چارواکي عملاً د دغو سیاستونو په شتون داده شي، لکه څنګه چې د جرمني صدرِ اعظم اولاف شولټز په یوه وینا کښې اعتراف وکړ چې په خواشینۍ سره په جرمني کښې توکمپالنه یو حقیقت دی، یو داسې حقیقت چې ټول جرمنیان پرې په ګډه باید برلاسي شو.

توکمپالنه د اروپایانو لپاره په جدي ستونزې بدله شوې ده. د فرانسې، بریطانیا او جرمني په شمول مختلفو اروپايي هیوادونو کښې د توکمپالنې د اړخونو پراختیا د ټولنیزو نارضایتیو د زیاتیدو سبب شوې ده. د اقتصادي مشکلاتو او د سیاسي نارضایتیو ترڅنګ،دغو ستونزو، د فرانسې په شان ځیني اروپايي هیوادونه له جدي کړکیچ سره مخامخ کړي دي.

د فرانسې په شمول د ډیرو اروپايي هیوادونو د قوانینو له مخې، هیڅوک حق نه لري چې د پوټکي د رنګ، نسل او توکم، مذهب، عمر او معلولیت په خاطر، نور کسان له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي حقوقو بې برخې کړي. خو د لویدیځو هیوادونو اوسنی حقیقت ښودنه کوي چې دغه قوانین، زیاتره په کاغذ پاتې دي. په حقیقت کښې د فرانسې په شمول اروپايي هیوادونه، بل ډول اقدام کوي داشان چې له توکمیز توپیر سره د مبارزې ولسې سازمان وايي، افریقايي او عرب توکمه فرانسوي ښاریز، په دغه هیواد کښې د توکمپالنې ترټولو ستر قربانیان دي. څو ورځې مخکښې د فرانسې د پولیسو په لاس د الجزایري توکمه ځوان نائل مرزوق وژلې، فرانسه یوځل بیا د توکمپالنې خلاف د پراخو اعتراضونو په ډګر بدله کړې ده.

اوس زیاتره فرانسوي ښاریز په دغو سیاستونو باندې اعتراض کښې سړکونو ته راوتلي دي او په تیرو څو ورځو کښې د فرانسې مختلف ښارونه د اعتراضونو او له معترضانو سره د پولیسو د زیږ چلند کتونکي دي. دغو اعتراضونو فرانسه په عملي توګه فلج کړې ده او نور اروپايي هیوادونه یې هم غبرګون ته اړ کړي دي، داشان چې د جرمني خارجه وزیرې نینسي فایزر اعتراف وکړ چې په دغه هیواد کښې زیاتره مسلمانان له تبعیضه سر ټکوي او دا کار په ټولنه کښې کرکه پراخوي.

د ټولنیزو علومو محقق جیهان سینان اوغلو په دې اړه وايي: اعداد او احصائیې د دې حقیقت غمازي کوي. په جرمني کښې توکمیز توپیر یوه وړه ښکارنده نه ده بلکې یوه داسې مسئله ده چې په ټولې ټولنې اغیزه کوي.

خپاره شوي رپورټونه ښودنه کوي چې په اروپايي هیوادونو کښې زیاتره تورپوستي کډوال د پولیسو له سختې څارنې سره مخامخ دي او زیاتره کسان د هغوي د جرم له ثابتیدو پرته، د پولیسو لخوا وهل کیږي. په اروپايي هیوادونو کښې تورپوستي هم داشان په ټیټو کارونو نیول کیږي او زیاتره یې د خپل کاري موقعیت سره سم مادي حقوق او تنخواه نه ترلاسه کوي. په دې لړ کښې حتی د رییل میډریډ فوټپال ټیم د ۲۲ کلن تورپوستی برازیلي لوبغاړي وینیسیوس په شان مشهور کسان هم له دغو توکمپالو کړچارونو خوندي نه دي پاتې.

له بلې خوا، له اسلامه د ویرونې پراختیا هم سبب شوې چې مسلمانان په اروپايي هیوادونو کښې نه یوازې له تبعیض سره بلکې له ناامنۍ سره هم مخامخ شي. د اسلامی بشري حقوقو د کمیشن څیړنې ښودنه کوي چې په بریطانیا کښې اتیا فیصده مسلمانان باوري دي چې له اسلامه د ویرونې (اسلامو فوبیا) ښکار ګرځیدلي دي. د بریطانیا د کاري ځواک د ملي مرکز رسمي احصائیې هم ښودنه کوي چې له هرو لسو مسلمانانو څخه چې په بریطانیان کښې په کار بوخت دي، ۷ تنو ویلي دي چې یو ډول اسلام دښمنه چلند یې تجربه کړی دی.

نن سبا ګڼې نابرابرۍ، تبعیض او لالهاندۍ، په اروپا کښې د پراخو اعتراضونو لپاره په یو عامل بدلې شوې دي چې ځیني وختونه، د خرابي او کډوډي رنګ هم خپلوي، او دا هغه پيښه ده چې جرړه یې د معترضانو ډنبر شویو غوښتنو ته د اروپايي چارواکو په بې پامۍ کښې ده.

*/*/*/*/*/