امریکې داعش ته کیمیاوي وسلې ورکړې دي
د روسیې د خارجي اطلاعاتو ادارې وویل چې امریکا د دمشق او عرب هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو د مخنیوي په موخه، د کیمیاوي حملې او د سوریې د حکومت د تورنولو په لټه کښې ده
د روسیې د خارجي اطلاعاتو ادارې وویل چې امریکا د دمشق او عرب هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو د مخنیوي په موخه، د کیمیاوي حملې او د سوریې د حکومت د تورنولو په لټه کښې ده.
د روسیې د بهرنیو اطلاعاتو د سروس مدیر سرګئي ناریشکین پرون په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د امریکې د ولسمشر جوبایډن ټیم هر کار ترسره کوي ترڅو د عربانو او سوریې اړیکې خرابې کړي او د سوریې مشرتابه بدنام شي. په دې موخه، له کیمیاوي موادو د استفادې په شمول راپاروونکي اقدامات پلانوي.
په دې خبرپاڼه کښې هم داشان اشاره شوې ده چې د سنټکام قومندانۍ مرستیال جیمز میلوي، د سوریې په سویل او دمشق کښې د داعشي ترهګرو مدیریت کوي او امریکایانو التنف اډې ته نزدې په «الحویه» و «زافریا» سیمو کښې داعشي ترهګرو ته، په کیمیاوي موادو د ککړې جنګي خولۍ لرونکي توغندي ورکړې دي.