ګوتریش: د ایران خلاف د امریکې بندیزونه دې ختم شي
د ملګرو ملتو سرمنشي د ایران په هکله د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په اړه په خپل ۱۵ رپورټ کښې، له ایټمي موافقې د واشنګټن غیرقانوني وتنې ته په اشارې سره، د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو د ختمیدو غوښتنه وکړه.
د یاد پریکړه لیک له مخې په هرو شپږو میاشتو کښې یو ځل د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوترش رپورټ، د امنیت شورا په عادي غونډه کښې وړاندې کیږي. په دې لړ کښې د انتونیو ګوترش د پنځلسم رپورټ د څیړنې لپاره د امنیت شورا پړاویزه غونډه نن پنجشنبه ترسره کیږي چې په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازی او سفیر به په کښې هم وینا کوي.
د ایرنا د خبر له مخې، انتونیو ګوترش په خپل دغه رپورټ کښې، په دې خبرې سره چې برجام تراوسه ترټولو غوره انتخاب دی، له امریکې وغوښتل چې د ایران خلاف بندیزونه ختم کړي او د دغه هیواد د تیلو د تجارت په لړ کښې معافیتونه بیا تمدید کاندي.