هندوستان کښې د سرو بانجانو لپاره ساتونکي وګمارل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135734-هندوستان_کښې_د_سرو_بانجانو_لپاره_ساتونکي_وګمارل_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی په هندوستان کښې د ټماټرو یعني د سرو بانجانو د بیو د زیاتیدا په خاطر سبزي خرڅونکي د بانجان رومیو د حفاظت لپاره ساتونکي وګمارل چې اوس یې ویډیو او عکس په اینټرنیټ پاڼو باندې خپور شوی هم دی.
(last modified 2023-07-15T07:45:06+00:00 )
Jul 15, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • هندوستان کښې د سرو بانجانو لپاره ساتونکي وګمارل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی په هندوستان کښې د ټماټرو یعني د سرو بانجانو د بیو د زیاتیدا په خاطر سبزي خرڅونکي د بانجان رومیو د حفاظت لپاره ساتونکي وګمارل چې اوس یې ویډیو او عکس په اینټرنیټ پاڼو باندې خپور شوی هم دی.

د دغه ویډیو د خپرولو په خاطر اوس یو سبزۍ خرڅونکي نیول شوی هم دی.

په اینټرنیټ باندې خپرې شوې ویډیو کښې لیدل کیږي چې یو سبزۍ خرڅونکی له دوو ساتونکو سره یوځاې له ټماټرو یوه ډکه ټوکرۍ خپل دکان ته راوړي او په یوې بلې ویډیو کښې دغه سبزۍ خرڅونکی د ګاهک په انتظار ناست دی او دغه راز ساتونکي د دکان مخ ته پهره ورکوي.

د رسنیو راپورونه وايي چې د دغه ویډیو د خپرولو مقصد د سرو بانجانو د زیاتیدونکو بیو پرخلاف اعتراض کول دي.