د جاپان یوه شرکت لیمو والا خربوزه تولید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135736-د_جاپان_یوه_شرکت_لیمو_والا_خربوزه_تولید_کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د جاپان د باغونو یوه شرکت له پینځو کلونو زیار او محنت وروسته د لیمو والا خربوزه تولید کړه.
(last modified 2023-07-15T08:10:37+00:00 )
Jul 15, 2023 12:36 Asia/Kabul
  • د جاپان یوه شرکت لیمو والا خربوزه تولید کړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د جاپان د باغونو یوه شرکت له پینځو کلونو زیار او محنت وروسته د لیمو والا خربوزه تولید کړه.

د جاپان دغه شرکت له خارج څخه د اصلي خربوزې په واردولو سره د هغه د تولید د زیاتولو په وخت لیمو ورزیات کړ او په دې ډول د لیمو والا  خربوزې تولید کړې شوې.

د جاپان کارپيژاندو په ډیرو شیانو باندې تجربې وکړې چې د کرکیلې یعني کر له رودو څخه رانیولي د فصل د شوکولو کار پکښې شامل و.

د دغه تجربې په نتیجه کښې چې کومه میوه تیاره شوه هغه د خربوزې په شان اوبلنه او خوږه ده خو ډیر لږ شان د لیمو په شان ترشوالی هم پکښې شته.

د لیمو والا خربوزه د عام خربوزې په شان ګول ده خو دغه خربوزه کرښې نلري او پوستکی یې د ناشپاتي په شان دی.

په جاپان کښې یوازې پینځه کروندګر شته چې اوس د لیمو والا خربوزې تولیدوي او په روان میلادي کال کښې به دوې درې زره اته سوه د لیمو والا خربوزې تولید کړي.

د جاپان په لویو لویو مارکیټونو او پلورنځایونو کښې لیمو والا خربوزې راغلي دي او د لیمو والا د یوې خربوزې بیه هم کابو دوه ویشت ډالره ده.