د نړۍ تر ټولو کوچنی هیواد چیرته پروت دی؟
زمونږ خبریال راپور راکړی ایا تاسو ته پته شته چې د نړۍ تر ټولو کوچنی هیواد په کوم ځای کښې دی؟ که چیرې تاسو ته پته نه وي نو اوس تاسو ته دغه هیواد درښیو.
د « سي لینډ» په نوم دغه جوړ کړی شوی کوچنی هیواد د یوه ډیر پراخ او پلن سمندر په مینځ کښې پروت دی.
د ویلو ده چې دغه کوچنی هیواد په شمالي سمندر کښې د دوهم نړیوال جنګ په یوه پخواني فلیټ فارم باندې پروت دی کوم چې له یوې سمندري بیړۍ څخه کوچنی دی او سایز یې کابو صفر اعشاریه صفر صفر څلور(0.004) مربع کلومیټره دی.
د دوه زره پینځلسم میلادي کال د سروې پراساس د سي لینډ هیواد نفوس پینځه تنه و.
که څه هم دا یو کوچنی هیواد دی خو خاص حیثیت لري.
که چیرې تاسو دغه کوچني هیواد ته تلل غواړئ نو باید ویزه واخلئ.
سي لینډ د څو کسانو د نفوسو د لرلو په وجه د لیدو وړ ځای دی.
که چیرې تاسو د یوه مختلف او د ځانګړي سفر تجربه ترلاسه کول غواړئ نو سي لینډ کوچنی هیواد د تاسو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دی.