د فرانسې ولسمشر د امریکا د کارپيژاند په ګومارلو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135930-د_فرانسې_ولسمشر_د_امریکا_د_کارپيژاند_په_ګومارلو_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون د اروپا د یوه کارپيژاند پرځاې د امریکا د یوه اقتصاد پوه د ګومارلو لپاره د اروپايي اتحادیې د انحصار ضد د ادارې مشرې مارګارټ وستاګر په فیصلې سخته نیوکه وکړه.
(last modified 2023-07-19T06:11:14+00:00 )
Jul 19, 2023 10:37 Asia/Kabul
  • د فرانسې ولسمشر د امریکا د کارپيژاند په ګومارلو نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون د اروپا د یوه کارپيژاند پرځاې د امریکا د یوه اقتصاد پوه د ګومارلو لپاره د اروپايي اتحادیې د انحصار ضد د ادارې مشرې مارګارټ وستاګر په فیصلې سخته نیوکه وکړه.

هغه د اروپايي اتحادیې په یوې مهمې څوکۍ باندې د امریکا د ښاریز فیونا اسکاټ مورټون ټاکل چې ماموریت یې د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو په کړچار باندې د څارنې د سیالۍ د مقرراتو تنظیمول دي شک رامینځته کونکي وبلل.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل د دغه کس د ګومارل کیدا په هکله د اروپا د کمیسیون ځوابونو ته په تمه یوو.

هغه وویل که چیرې مونږ په دې سویه هیڅ محقق او کارپيژاند نلرو چې د کمیسیون لخوا وګومارل شي نو بیا په اروپا کښې زمونږ د پوهنتون سیسټمونه باید له ډیرو سترو مشکلاتو سره مخامخ ووسي.

د فرانسې ولسمشر مکرون دغه راز د فیصلو د ترسره کولو په حساسو مرکزونو کښې د اروپايي ښاریزونو د ګومارلو لپاره د امریکا لخوا په متقابل تفکر نلرلو او خارجي وګړو ته د دا ډول رول په نه ورکولو ټینګار وکړ.