د ښځې او د خاوند ښه ژوند څرنګه تیریدلی شي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135938-د_ښځې_او_د_خاوند_ښه_ژوند_څرنګه_تیریدلی_شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په نیویارک کښې کارپيژاندو په یوه نوي تحقیق کښې د ښځې او د خاوند د ښه او د خوشحاله ژوند د تیرولو داسې اسانه روده او طریقه ښودلي ده چې تاسو به یې په اوریدو سره حیرانه شئ.
(last modified 2023-07-19T07:27:02+00:00 )
Jul 19, 2023 11:54 Asia/Kabul
  • د ښځې او د خاوند ښه ژوند څرنګه تیریدلی شي؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په نیویارک کښې کارپيژاندو په یوه نوي تحقیق کښې د ښځې او د خاوند د ښه او د خوشحاله ژوند د تیرولو داسې اسانه روده او طریقه ښودلي ده چې تاسو به یې په اوریدو سره حیرانه شئ.

د امریکا کارپيژاندو ویلي دي که چیرې تاسو خوشحالۍ غواړئ نو له خپل خاوند یا ښځې څخه د مثبت چلند او د ښه سلوک او رودې توقع وساتئ.

د امریکا کارپيژاندو وویل کله چې یو  سړی یا ښځه له خپل خاوند یا میرمنې څخه د مثبت چلند او رودې توقع ساتي نو هغه یا هغې ته په خپل خاوند یا ښځې کښې د مثبتې رودې په لیدلو کښې مرسته ملاویږي.

د دغه خبرې په اپوټه کوم سړي یا ښځې ته چې دغه هیله او امید نه وي چې د هغه ښځه یا د هغې خاوند د خپل خاوند یا ښځې  د خوشحاله ساتلو هڅه کوي نو هغه مثبت چلند او رویه نه ویني او په دې ډول مایوسه او ناهیلي کیږي.

دا ډول خلک د خپلې میرمنې یا د خاوند منفي چلند او رویې ډیرې ویني چې له کبله یې د دوې په ژوند کښې خوشحالۍ نه وي.