اروپا د طالبانو د څو چارواکو پرضد بندیزونه لګولي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپا شورا د طالبانو د څو لوړرتبه چارواکو پرضد نوی بندیزونه ولګول.
طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال کښې واک ته له رسیدا وروسته د افغانستان د ښځو او د انجلیو د کار او د زده کړې لپاره یوشمیر محدودیتونه او بندیزونه ولګول.
له خارجي او کورنیو اعتراضونو سره سره د طالبانو ډله له خپلو دریځونو څخه شاتګ ته چمتو نه ده.
نړیواله ټولنه د طالبانو په موقته حکومت باندې د دباونو لګولو ته دوام ورکوي خو د دغه ډلې لپاره په نظر کښې نیول شوي سزاګانې او فیصلې د افغانستان خلکو ته تاوان رسوي او د ښځو د حقوقو په هکله د نړیوالې ټولنې او د طالبانو ترمینځ شخړې روانې دي.
د اروپا شورا پرون له سړیو سره له برابرو حقونو او زده کړې او تعلیم څخه د انجلیو په محرومولو کښې د رول په دلیل د طالبانو د موقته حکومت د معارفو د وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا، د عدلیې د وزیر عبدالحکیم شرعي، د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني پرضد بایکاټونه ولګول.
طالبانو تراوسه د اروپايي اتحادیې دغه اقدام ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو په فیصلې سره د افغانستان انجلۍ له شپږم ټولګې څخه بره د زده کړې کولو حق نلري.
د طالبانو موقته حکومت اسلامي شرعي اصول د دغه محدودیت د لګولو دلیل ګڼي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت او د مصر الازهر پوهنتون د زده کړې او د پوهې د ترلاسه کولو د ضرورت په هکله د اسلام د مبین دین د ټینګارونو په یادونې سره د طالبانو لخوا مطرح شوي دلایل له اسلامي اصولو سره توپیر بللی دی.