د انسانانو د غاښونو په شان غاښونه لرونکي کبان هم شته
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا هلک له تالاب څخه د انسان د غاښونو په شان د غاښونکو لرونکی کب ونیوه.
د امریکا یولس کلن هلک د انسانانو د غاښونو په شان د غاښونو لرونکی عجیب کب په تالاب کښې ونیوه او د نړۍ خلک یې حیرانه کړل.
رسنیو وویل چې د امریکا په اوکلاهاما ایالت کښې یولس کلن هلک چارلي د خپل کور د اوبو له تالاب څخه د انسانانو د غاښونو په شان د غاښونو لرونکی کب ونیوه او هغه د دغه کب په نیولو سره حیرانه شو او خپله مور یې سمدستي خبره کړه.
د هلک چارلي د مور لخوا د دغه عجیبه کب له لیدو وروسته معلومه شوه چې دغه کب بیخي د انسانانو په شان غاښونه لري.
د امریکا دغه یولس کلن هلک د کب د عکس په اخیستلو او د هغه د ویډیو په جوړولو هغه په اینټرنیټ پاڼو خپاره کړل.
د رسنیو د راپورونو پراساس د انسانانو د غاښونو په شان د غاښونو لرونکی دغه کب پیکو کب دی چې د غاښونو د لرونکو ویرونکو کبانو له پیرانا کورنۍ سره اړه لري.
دغه کبان په جنوبي امریکا کښې شته او د امریکا د اوکلاهاما په تالابونو کښې هم ملاویږي.