واګ ئي بیرته د چین خارجه وزیر شو
د چین پارلیمان د دغه هیواد د خارجه وزیر کین ګانګ په څنګةکولو سره په دغه څوکۍ بیرته د وانګ یی د منصوبیدا خبر ورکړی دی.
شین هوا خبری آژانس پرون ناوخته لیکلی دي ، چې ددغه هیواد پارلیمان د موجوده خارجه وزیر په څنګةکولو سره د وانګ يی بیرته په دغه څوکۍ منصوبیدا ته رایه ورکړې ده . په راپور کې وئیل شوي دي د چین پارلیمان همداراز د دغه هیواد د مرکزی بانک د مشر یی ګانګ په لیرې کولو سره د هغه په ځاي پان ګونګشنګ ټاکلی دی .
دچین پارلیمان په داسې حال کې ددغه هیواد خارجه وزیر څنګةکړی چې لویدیځي رسندوئې مدعي شوي وې چې هغه په وروستیو اونیو کې بې درکه شوی دی او د هغه همدغه بې درکه کیدا بیجینګ ته د انګریز خارجه وزیر جیمز کلورلي د سفر د ځنډیدا سبب شوې ده .
دچین خارجه وزارت ته د وانګ یی بیرته ګرځيدا دپام وړ ده چې هغه له ۲۰۱۳کال څخه تر نهو کلونو پورې د چین خارجه وزیر ؤ او په همداوروستیو کې کین ګانګ دهغه جانشین ټاکل شوی ؤ.