فلپاین کښې د طوفان له امله د مړو شمیر زیات شوی
Jul 29, 2023 07:22 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
په فلپاین کښې راغلي سخت طوفان تراوسه لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د مهر خبري آژانس په لیکنه، د فلپاین حکومت پرون وویل چې د (ډوکسوري) په نامه طوفان لږترلږه ۱۳ کسان وژلې دي.، هم داشان ۱۲ تنه ژوبل او ۲۰ کسان هم بې درکه شوي دي.
دغه زورور طوفان په فلپاین کښې څه باندې ۵ لاکه کسان اغیزمن کړې دي.
له دې مخکښې فلپایني چارواکو د پلازمینې مانیلا ښار سره نزدې په لاګونا سمندرګي کښې د یوې وړې مسافري کشتۍ د غرقیدو له امله د ۲۳ کسانو د مړینې او د ۶ نورو د بې درکه کیدو خبر ورکړی و.
دغه کشتۍ ناڅاپه د سختې سیلۍ او د څپو د راپورته کیدو او هم داشان د سخت باران شروع کیدو په وجه ډوبه شوې ده.
ټیګونه