نایجیریا کښې د فرانسې په سفارت باندې د معترضانو حمله
(last modified Mon, 31 Jul 2023 01:08:38 GMT )
Jul 31, 2023 05:38 Asia/Kabul
  • نایجیریا کښې د فرانسې په سفارت باندې د معترضانو حمله

رویټرز خبري اژانس راپور راکړی پرون د نیجر هیواد په پلازمینې کښې د فرانسې په سفارت اعتراض کونکو حمله وکړه او د سفارت دروازه یې په اور کښې وسوځوله.

د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په شپږویشتمه نیټه د «عبدالرحمن تیاني» په قومندنۍ د ولسمشرۍ د ګارډ ځواکونو د نیجر د ولسمشر محمد بازوم پرضد کودتا وکړه او هغه یې د دغه هیواد د پلازمینې نیامي ماڼۍ دننه ونیوه.

د کودتا کونکو مشرانو د اساسي قانون د ځنډولو او د قانوني ارګانونو د ړنګولو خبر ورکړ.

محمد بازوم د فرانسې د یوه نږدې متحد په توګه پیژندل کیږي کوم چې د دوه زره یویشتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بریالی شوی و.

د نیجر هیواد په پلازمینې نیامي کښې د کودتا په سلګونو ملاتړو د فرانسې د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې او د خپل هیواد په وړاندې یې د فرانسې د سیاستونو پرضد شعارونه ورکړل.

د نیجر د کودتا مشرانو په خپل هیواد کښې د هر ډول  وسله والې لاسوهنې په هکله خبرداری ورکړ او له ښاریزو یې وغوښتل چې د دوې د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړي.

د نیجر هیواد په زرګونو خلکو هم د کودتا د قومندانو په ملاتړ کښې په پلازمینې نیامي کښې مظاهرې وکړې.

نیجر په لویدیځې افریقا کښې پروت هیواد دی او د نړۍ یو تر ټولو بې ثباته هیواد ګڼل کیږي.

 

ټیګونه