انګلستان کښې یو ښاریز ۱۷ کاله بې ګناه قید و
زمونږ خبریال راپور راکړی په بریتانیا کښې د جنسي تیري په تور نیول شوی کس بالاخره له اولس کلونو وروسته بې ګناه ثابت شوی او هغه اوس له زندان څخه خوشی شو.
د بریتانیا په دغه ښاریز« اینډي میلکنسن» باندې په دوه زره دریم میلادي کال کښې یوې انجلۍ تور لګولی و چې په هغې یې په لیټل هیلټن سیمه کښې جنسي تیری کړی دی.
د بریتانیا محکمې د دغه انجلۍ د تور په سم بللو سره « اینډي میلکنسن» ته د ټول عمر لپاره د زنداني کیدا سزا ورکړه خو د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په شپږویشتمه نیټه محکمې نوموړی سړی بې ګناه وباله او د هغه سزا یې ختمه کړه او سمدستي د هغه د خوشي کیدا حکم یې ورکړ.
د بریتانیا محکمې یعني عدالت په خپل حکم کښې وویل اوس مونږ ته پته لګیدلي ده چې دغه جنسي تیری کوم بل سړي کړی و.
د بریتانیا ښاریز « اینډي میلکنسن» وویل کله چې په ما باندې د جنسي تیري تور ولګیده نو زه له سخت خپګان سره مخامخ وم خو زه باوري وم چې په محکمې کښې به حقیقت معلوم شي.
هغه وویل کله چې ما ته د عمر قید سزا راکړل شوه نو زه سخت ناهیلی شوم او په زندان کښې مو په ډير کلونه په سخت ژور خپګان او ډيپریشن کښې تیر کړل.
د بریتانیا دغه ښاریز وویل ما ته لږ شان هیله وه چې یوه ورځ به زما بې ګناهۍ ثابته شي او زه له زندان څخه خوشی شم.
د بریتانیا دغه ښاریز« اینډي میلکنسن» د نیول کیدا په هکله د مانچسټر پولیسو له هغه بښنه وغوښتله او هغه د پولیسو دغه معافۍ غوښتل رد کړل او ویې ویل چې د مانچسټر د پولیسو دغه بښنه غوښتل له تظاهر پرته بل هیڅ نه دي