د اوکراین د بحران هوارول ناممکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136494-د_اوکراین_د_بحران_هوارول_ناممکنه_ده
د روسیې د ولسمشر ویاند ویلي چي د اوکراین د شخړو سوله ایز حل د کی یف د ځېلناک دریځ د امله ممکن نه دی.
(last modified 2023-08-01T07:06:54+00:00 )
Aug 01, 2023 11:20 Asia/Kabul
  • د اوکراین د بحران هوارول ناممکنه ده

د روسیې د ولسمشر ویاند ویلي چي د اوکراین د شخړو سوله ایز حل د کی یف د ځېلناک دریځ د امله ممکن نه دی.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف د دې په بیانولو چي اوکراین ته د امریکا او د اروپایي هیوادونو امنیتي تضمینونه به د روسیې لپاره امنیتي ګواښ وي خبرداری ورکړ چي دا ډول کړچار به د اروپا په امنیتي حالاتو هم ناوړه اثر وکړي.

پسکوف وویل:  د روسیې په غیرنظامي مرکزونو باندې د کی یف د رژیم پرلپسې بریدونه، د دغه رژیم د ترهګریز ماهیت ښودنه کوي.

ټاکل شوې چي په راتلونکې میاشته کې د اوکراین او روسیې تر مینځ د سولې په هکله په عربستان کې د ۲۳ هیوادونو د مشرانو په ګډون یوه ناسته وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویندویې ماریا زاخاروا ویلي چي د عربستان غونډه یوازې هغه وخت ګټه کوي چي په کښې د اوکراین د ولسمشر زلنسکې له لورې د سولي د وړاندې شوې طرحې د ناکامی په هکله لوېدیځو هیوادونو ته قناعت ورکول شي.