جاپان کښې د ګرانبیه سټرابیري میوې بیه څومره ده؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136538-جاپان_کښې_د_ګرانبیه_سټرابیري_میوې_بیه_څومره_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی په جاپان کښې یو ډول سټرابیرۍ(Strawberry) یعني توت فرنګي میوه شته چې خاص رنګ او شکل لري او خلک هغې ته د «بیجن هائم» یعني د ښکلي شهزادۍ نوم اخلي.
(last modified 2023-08-02T05:45:52+00:00 )
Aug 02, 2023 09:32 Asia/Kabul
  • جاپان کښې د ګرانبیه سټرابیري میوې بیه څومره ده؟

زمونږ خبریال راپور راکړی په جاپان کښې یو ډول سټرابیرۍ(Strawberry) یعني توت فرنګي میوه شته چې خاص رنګ او شکل لري او خلک هغې ته د «بیجن هائم» یعني د ښکلي شهزادۍ نوم اخلي.

د جاپان دغه سټرابیرۍ میوه ډیره خونده وره وي او د هغې د یوې دانې بیه درې سوه پنځوس (۳۵۰) امریکايي ډالره ده او دا د نړۍ تر ټولو ګرانبیه میوه ګڼل کیږي.

د جاپان یو کروندګر «میکیو اوکوډا» چې له تیرو پینځو څلویښتو کلونو راهسې د سټرابیري د کرلو تجربه لري دغه میوه تولید کړي ده او هغه دغه میوه تر پینځلسو کارونو پورې کرلو سره په هغوې کښې موجودې نیمګړتیاوې ختمې کړې چې له کبله اوس دغه سټرابیرۍ میوه د دنیا په تر ټولو ښو او د لوړ کیفیت میوو په لیکه کښې ګڼل کیږي.

د دغه سټرابیري چې کوم ستر ډول مخ ته راغلی دی هغه د یوه ټینس بال یعني د ټینس د یوه کوچني توب په اندازه دی او کابو سل ګرامه وزن لري.