امریکا له نیجر هیواد ډيپلوماټان وباسي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136568-امریکا_له_نیجر_هیواد_ډيپلوماټان_وباسي
زمونږ خبریال راپور راکړی پولیټیکو مجلې په یوه راپور کښې د امریکا د یوه ډیپلوماټ او چارواکي په قول وویل واشنګټن له نیجر هیواد څخه د خپل سفارت د ډیرو کارکونکو د ایستلو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی.
(last modified 2023-08-02T21:48:41+00:00 )
Aug 03, 2023 02:15 Asia/Kabul
  • امریکا له نیجر هیواد ډيپلوماټان وباسي

زمونږ خبریال راپور راکړی پولیټیکو مجلې په یوه راپور کښې د امریکا د یوه ډیپلوماټ او چارواکي په قول وویل واشنګټن له نیجر هیواد څخه د خپل سفارت د ډیرو کارکونکو د ایستلو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی.

د امریکا دغه چارواکي وویل چې تراوسه له نیجر افریقايي هیواده د واشنګټن د سفارت د ټولو کارکونکو د ایستلو لپاره نهايي فیصله نه ده شوي.

هغه وویل زر به له نیجر څخه د امریکا د سفارت د کارکونکو د ایستلو فیصله وشي.

دغه چارواکي وویل په ایستل کیدونکو کسانو کښې د امریکا د ډیرو ډيپلوماټانو ښځې او بچیان شامل دي کوم چې د سفارت په مهمو دندو کښې مهم رول نلري.

هغه وویل په روانۍ اونۍ کښې هم له نیجر څخه د امریکا د نړیوالې پراختیا اژانس یوایس ایډ دیرش کارکونکي وتلي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي په تیرې سه شنبې ورځ ویلي وو چې له نیجر هیواده د خپلو ښاریزو د ایستلو اراده نلرو.

فرانسې کابو لس کاله کیږي چې له داعش او د سرزورو ډلو له بلوا سره د مقابلې په پلمه خپل ځواکونه په نیجر هیواد کښې دیره کړي دي خو د دغو سیمو ځینو وسیدونکو ویلي دي چې د خپل هیواد په چارو کښې د پخواني استعمارګر هیواد فرانسې د لاسوهنې د ختمیدا غوښتونکي دي.