د انګلستان په زندانونو کښې ځان وژنې زیاتې شوي
(last modified Thu, 03 Aug 2023 01:25:49 GMT )
Aug 03, 2023 05:55 Asia/Kabul
  • د انګلستان په زندانونو کښې ځان وژنې زیاتې شوي

میزان خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د زندانونو لوړرتبه مفتیش د هیواد په بندي خانو کښې د خودکشیانو او د تاوتریخوالو د زیاتیدا په هکله حکومت ته خبرداری ورکړ.

د بریتانیا د زندانونو لوړرتبه مفتیش چارلي ټیلر د هیواد په بندي خانو کښې د بې نظمۍ او د قیدیانو د مړینې له یوې څپې وروسته د عدلیې وزیر ته په یوه لیک کښې خبرداری ورکړ.

ټیلر دغه راز د نشه ئیزو موادو او د تاوتریخوالي په موضوع کښې د بریتانیا د «بریسټل» زندان د حالت په هکله یوه بیړنۍ بیانیه هم خپره کړه.

هغه خبرداری ورکړ دا ډول خطرناک حالت د بریتانیا په نورو زندانونو کښې هم لیدلی شو او دغه موضوع به د عمومي امنیت لپاره جدي پایلې ولري.

د بریتانیا په زندانونو کښې په یوه کال کښې خودکشیانې شپږویشت فیصده زیاتې شوي دي او په تیرې مارچ میاشت کښې د انګلستان اته اتیا بندیانو خپل ځانونه وژلي دي.