د داعش نوی مشر ټاکل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136608-د_داعش_نوی_مشر_ټاکل_شوی
د داعش ترهګرې ډلې خبر ورکړی چې د سوریې په شمال کې د ابوالحین الحسیني القرشي په نوم مشر وژل شوی او پر ځای یې نوی مشر ټاکلی دی.
(last modified 2023-08-04T07:46:02+00:00 )
Aug 04, 2023 01:37 Asia/Kabul
  • د داعش نوی مشر ټاکل شوی

د داعش ترهګرې ډلې خبر ورکړی چې د سوریې په شمال کې د ابوالحین الحسیني القرشي په نوم مشر وژل شوی او پر ځای یې نوی مشر ټاکلی دی.

د داعش ترهګرې ډلې خبر ورکړی چې د سوریې په شمال کې د ابوالحین الحسیني القرشي په نوم مشر وژل شوی او پر ځای یې نوی مشر ټاکلی دی.

د المیادین د را پور له مخې، د داعش ترهګرې ډلې نوي ویاند ابوحذیفة الانصاري د پنجشنبې په ورځ په یوه غږیز پیغام کې اعلان وکړ چې د دوی مشر ابوالحسین الحسیني القرشي د سوریې په ادلب سیمه کې د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

د دغه را پور له مخې داعش ډلې په دغه غږیز پیغام کې د ابوعمر په نوم د دغه ډلې د ویاند نیول کېدل هم تائید کړل او زیاته  کړې ده چې ابو حفص الهاشمي القرشي د داعش ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې درې سیمې د سوریې د پوځ تر کنټرول لاندې راغلي، خو څلورمه سیمه چې د سوریې په شمال لویدیځ کې ادلب ولایت او د لاذقیه، حماه او حلب ولایتونه په کې شامل دي، لا هم د ترهګرو ډلو په لاس کې دي.