ایپل او ویکیپیډیا په روسیه کې جریمه شوي
په روسیه کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ ایپل او انټرنیټي پوهنغونډ "ویکیپیډیا" له دې امله جریمه کړل چې دوی د اوکراین د جګړې اړوند معلومات چې مسکو یې دروغ بولي، لرې نکړل.
په روسیه کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ ایپل او انټرنیټي پوهنغونډ "ویکیپیډیا" له دې امله جریمه کړل چې دوی د اوکراین د جګړې اړوند معلومات چې مسکو یې دروغ بولي، لرې نکړل.
د ایرنا په وینا؛ د روسیې یوې محکمې ایپل ۴۰۰۰۰۰ روبل یا ۴۲۳۲ امریکایي ډالره له دې امله جریمه کړ چې د مسکو په وینا یې د اوکراین د پوځي جګړې اړوند ناسم معلوماتو لرې کولو څخه ډډه کړې وه.
د روسیې محکمې ویکیپیډیا هم د ورته تور له امله درې میلیون روبلو یا ۳۱ زره اوه څلوېښت امریکایي ډالر جریمه کړ
د روسیې TASS خبري اژانس راپور ورکړی چې دا لومړی ځل دی چې ایپل د داسې جرم کولو لپاره جریمه کیږي، په داسې حال کې چې د ویکیپیډیا مالک ویکیمیډیا فاونډیشن څو ځله جریمه شوی.
د اپریل په میاشت کې، روسیې د راپور له مخې ویکیپیډیا د اووم ځل لپاره جریمه کړه چې د هغه څه په لرې کولو کې پاتې راغلی چې د روسیې د اردو اړوند "ممنوع مینځپانګه" ګڼل کیږي.
تر دې مخکې روسیې د امریکا د جاسوسۍ د اندېښنو له امله د دغه هېواد په زرګونو دولتي چارواکي او کارکوونکي د ایفون سمارټ فونونو او د اپل د نورو تولیداتو له کارولو منع کړي وو.