الوتکه کې له بد مزاجه کسانو سره څوکۍ څرنګه بدلولای شو؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136726-الوتکه_کې_له_بد_مزاجه_کسانو_سره_څوکۍ_څرنګه_بدلولای_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی کله چې په الوتکه کښې له ماشومانو سره د سفر لپاره د ټکټونو د اخیستلو لپاره چې د الوتکو د ټکټونو دفتر ته چې سړی لاړ شي نو کله نه کله یوځاې ټولې څوکۍیوځاې نه ملاویږي او په الوتکه کښې له سپاریدا وروسته له ځینو مسافرانو سره د څوکیو د بدلولو ضرورت پیښیږي.
(last modified 2023-08-06T05:41:01+00:00 )
Aug 06, 2023 10:07 Asia/Kabul
  • الوتکه کې له بد مزاجه کسانو سره څوکۍ څرنګه بدلولای شو؟

زمونږ خبریال راپور راکړی کله چې په الوتکه کښې له ماشومانو سره د سفر لپاره د ټکټونو د اخیستلو لپاره چې د الوتکو د ټکټونو دفتر ته چې سړی لاړ شي نو کله نه کله یوځاې ټولې څوکۍیوځاې نه ملاویږي او په الوتکه کښې له سپاریدا وروسته له ځینو مسافرانو سره د څوکیو د بدلولو ضرورت پیښیږي.

ځو ځینې بد مزاج کسان د څوکیو بدلولو ته هیڅ تیار نه وي.

د امریکا مشهورې کامیډینې میرمن «ګینډي ارینا »د بد مزاجه کسانو د سزا کولو لپاره یوه تر ټولو ښه روده په ګوته کړي ده.

د امریکا دغه میرمنې په خپلې ټیک ټوک اینټرنیټ پاڼې باندې په یوې ویډیو کښې ویلي دي که چیرې د تاسو او د بچیانو د الوتکې څوکۍ بیلابیلې بک(BOOK) شوي دي او مسافران د ماشومانو د څوکیو بدلولو ته تیار نه دي نو تر ټولو ښه روده دا ده چې مسافران پریږدئ چې د تاسو له بچیانو سره یوځاې په الوتکه کښې سفر وکړي.

هغې وویل زه دغه خبره د خپلې شخصي تجربې پراساس کوم او ما سره هم داسې پیښه شوي وه.

د امریکا دغه میرمني ګینډي ارینا وویل ما په الوتکې کښې له یوې ښځې سره د څوکۍ له بدلولو انکار کړی و او هغه میرمنې خپل  بچیان ما سره په نږدې څوکیو باندې کینول او په خپله هم په هغه  څوکۍ باندې کیناستله کومه چې له مونږ سره لیرې وه.

هغه وايي څو دقیقې وروسته زه له دغو ماشومانو دومره پوزې ته راغلم چې په خپله هغې میرمنې ته ورغلم او د څوکۍ د بدلولو غوښتنه مو ترینه وکړه.

د امریکا دغه میرمنه په اخر کښې وايي له دغه پیښې وروسته ما هیڅکله په الوتکې کښې له نورو سره د څوکۍ له بدلولو انکار نه دی کړی.