یوازې زه د دریم نړیوال جنګ مخه نیولای شم
تاس خبري اژانس راپور ورکړی د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د مالي مرستو د راغونډولو په وخت ادعا وکړه یوازی زه د دریم نړیوال جنګ او د دنیا د تباه کیدا خنډ کیدلای شم.
په امریکا کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان په خپلو تبلیغاتي کمپاینونونو کښې له هر چلول څخه د ملي مرستو د راغونډولو او د رایو ورکونکو د توجه او د نظر د جلبولو لپاره استفاده کوي.
د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات به د راتلونکي میلادي کال د نوامبر د میاشتې په پینځمه نیټه وشي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ساوت کیرولینا ایالت کښې د ریپبلیکن ګوند د ملي مرستو د راغونډولو په وخت په یوې عجیبه ادعا کښې وویل که چیرې زه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بریالی شم نو د دریم نړیوال جنګ مخه به ونیسم او زیاته یې کړه د نن ورځې وسلې دومره قدرتمنې دي چې د نړۍ د تباه کیدا سبب کیږي.
ډونالډ ټرامپ چې په محکمې کښې له ډیرو جنايي دوسیو سره مخامخ دی او د هغه سیاسي راتلونکی د شکونو په شپول کښې دی دغه راز ادعا وکړه د راتلونکي میلادي کال د نوامبر د میاشتې د پینځمې نیټې په انتخاباتو کښې د ولسمشر د بیا انتخابیدا په بڼه کښې به په یوې ورځې کښې د اوکراین جنګ پاې ته ورسوم.
ټرامپ څه موده مخکې په ناټو پوځي تړون کښې د اوکراین د غړیتوب په احتمال نیوکه وکړه او ویې ویل دا چې ویل کیږي امریکا همدا اوس په سادګۍ سره په ناټو کښې د اوکراین په شاملولو غور کوي یو لیونتوب دی.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل د جوبایډن اوسنی حکومت امریکا د دریم نړیوال جنګ په لور بیايی او اوسنی حکومت صلاحیت نلري او باید له روسیې او چین سره جنګ پیل نکړي.