د هندوستان سیاستوال له مړینې وروسته ژوندی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136896-د_هندوستان_سیاستوال_له_مړینې_وروسته_ژوندی_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان د بهارتیا جنتا ګوند(BJP) پخوانی ځايي مشر مهیش بګهیل» په روغتون کښې له لنډ شان ناروغه کیدا وروسته مړ شوی و خو له مړینې نیم ساعت وروسته چې د هغه د جنازې مراسم ترسره کیدل نو سترګې یې خلاصې شوې.
(last modified 2023-08-09T05:16:19+00:00 )
Aug 09, 2023 09:43 Asia/Kabul
  • د هندوستان سیاستوال له مړینې وروسته ژوندی شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان د بهارتیا جنتا ګوند(BJP) پخوانی ځايي مشر مهیش بګهیل» په روغتون کښې له لنډ شان ناروغه کیدا وروسته مړ شوی و خو له مړینې نیم ساعت وروسته چې د هغه د جنازې مراسم ترسره کیدل نو سترګې یې خلاصې شوې.

دغه پیښه د هندوستان په  اګره سیمه کښې رامینځته شوي ده.

د بي جی بي سیاسي ګوند د دغه پخواني ځايي مشر مهیش بګهیل د مړ کیدا د خبر په اوریدو سره د ګوند مشران او نور کارکونکي هم د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلي وو.

د مهیش بګهیل د جنازې اخري مراسم پیل شول او کله چې د هغه مړی  د سوځیدا لپاره ټاکلي ځاې ته وړل کیده نو د اور له لګولو څو شیبې مخکې د هغه بدن حرکت پیل کړ چې له کبله یې د نوموړي د کورنۍ غړي او په جنازې کښې ګډون کونکي ټول خلک خوشحاله شول.

مهیش بګهیل بیرته روغتون ته یوړل شو او هلته هغه ته اکسیجن ورکړل شو او اوس هم په روغتون کښې بستري دی.

ډاکټرانو وویل چې د هندوستان دغه سیاستوال مهیش بګهیل د سږو سخت عفونت یعني اینفیکشن لري او همدا اوس تجربه کار ډاکټران د هغه درملنه کوي.