د ټونس او لیبیا په سرحد کې ۲۷ کډوال وژل شوي
Aug 10, 2023 12:24 Asia/Kabul
د لیبیا هېواد سرحدي چارواکي وایي، د لیبیا او ټونس هېوادونو په سرحدي سیمه کې په تېرو څو ورځو کې ۲۷ افریقايي کډوال وژل شوي دي.
د لیبیا هېواد سرحدي چارواکي وایي، د لیبیا او ټونس هېوادونو په سرحدي سیمه کې په تېرو څو ورځو کې ۲۷ افریقايي کډوال وژل شوي دي.
د الجزیرې تلویزیون د خبر له مخې، د لیبا هېواد سرحدي چارواکو خبر ورکړی چې ۲۷ افریقایي کډوال د ټونس او لیبیا په سرحدي سیمه کې وژل شوي دي چې په قربانیانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
ګومان کېږي چې دغه افریقايي کډوالو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تونس او لیبیا په ګډون د شمالي افریقا هیوادونه اروپا ته د نږدې کیدو له امله د کډوالو د مرګ په مهم مرکزونو بدل شوي دي.
ټیګونه