دا د چین کوم ګرانبیه هوټل او که تشناب دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د چین د ننجنګ ښار په ډیجي شاپنګ پلورنځي یعني مارکیټ کښې په شپږم پوړ او چت کښې یوه مخصوص ځاې ته په ننوتلو سره سړی داسې ګومان کوي چې انسان کوم محل ته ورننوتلی دی.
خو حقیقت بل څه دی او دغه ځاې کوم محل نه دی بلکې یو له اسانتیاو ډک تشناب او ټټۍ ده.
د چین خلک دا خبره مني چې دغه تشناب د دنیا تر ټولو ښکلی تشناب او ټټۍ ده.
دغه تشناب تاسو ته داسې احساس درکوي چې تاسو له کوم شک پرته د خوبونو ډک یوه محل ته ورننوتلي یاست.
د دغه ودانۍ په شپږم پوړ کښې تشناب ته په تلونکي لاره کښې دواړو خواو ته ډول ډول بوټي او ونې لګول شوي دي.
په شیشو د ښکلیو کړې شویو دیوالونو ترمینځ د هال په مینځ کښې قوچونه یعني صوفه سیټ هم کیښودل شوی دی.
په دغه صوفه سیټ کښې له دوستانو سره ورغلي کسان کیني او د خپلو ملګرو انتظار باسي.